د بلخ ولایت د زندان لپاره نوي رئیس په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا عالي مقام په منظورۍ د بلخ ولایت د زندان لپاره نوي رئیس په دنده وګومارل شو.
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د بلخ ولایت یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو شتون درلود، محترم مولوي کمال الدین "زاهد" د دې ولایت د زندان د ریاست د نوي رئیس په توګه کارکوونکو ته وپېژندل شو.
دا راز، د یادو مراسمو ګډونوالو د دې زندان له پخواني رئیس څخه مننه وکړله او د هغه تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او له نوي رئیس څخه یې وغوښتل چې د اړوندو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې، د بلخ ولایت د زندان نوي رئیس محترم مولوي زاهد د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور کولو مننه او زیاته یې کړله چې د مشرانو اطاعت به کوم او راسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ سرته رسوم.
رمضان المبارک ۸/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت