د بغلان ولایت د زندان نظامي مرستیال او مل پلاوي یې د دې ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

news_admin
Sun, Mar 09 2025 12:44 PM
بغلان

 

د دغه ولایت د زندان نظامي مرستیال محترم مولوي کریم"نوراني" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د مرکزی بغلان ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
دا راز، نوموړي د یادې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړله، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنې ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.
په پای کې، نوموړي پلاوي د دې د توقیفخونې له اعاشې، اباتې ، د ملکي او نظامي پرسونل د حاضری کتاب، د رخصتی کتاب او پهره خط په جلا جلا توګه وارزولې او په دې تړاو یې د دې توقیفخونې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

رمضان المبارک ۹/ ۱۴۴۶
د مقام دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS