د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال د تخار ولایت له زندانه لیدنه وکړل

news_admin
Sat, Mar 15 2025 12:22 PM
نظامی

د ا.ا.ا د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال محترم لوی پاسوال قاري حبیب‌الله "بدر" په داسې حال کې، چې يوشمېر امنیتي او کشفي برخو مسوولين هم ورسره وو تخار ولایت ته د سفر پرمهال، د دغه ولایت د زندان امنیتي وضعیت له نږدې وارزاوه.

په ورته مهال، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال په مشرۍ پلاوي د تخار ولایت د زندان زندانیانو سره ولیدل چې نوموړو هم د مسوولینو له خوا دوی سره د ښه چلند په موخه د مننې ترڅنګ، خپلې ستونزې او روا غوښتنې شریکې کړې چې د پلاوي له لورې ورته په دې برخه کې د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.

داراز، پلاوي د نوموړي زندان د  پرسونل او زندانیانو د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او مل پلاوي یې د دغه زندان د امنیتي ټاورونو، قراولونو، امنیتي پوستو او نورو برخو څخه لیدنه وکړله او د امنیتي تدابیرو لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

رمضان المبارک ۱۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS