د زندانونو چارو د سمون ادارې د ازادۍ د سلب په ځایونو د څارنې ریاست د ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو معاونیت ته راتلونکي پلانونه او وړاندیزونه وړاندې کړل

news_admin
Mon, Mar 17 2025 1:02 PM
سلب آزادی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ازادۍ د سلب په ځایونو د څارنې ریاست رئیس محترم داریوش "مجددي" د ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" ته راتلونکي پلانونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.

داراز، محترم الحاج مولوي طارق د زندانونو چارو د سمون ادارې د ازادۍ د سلب په ځایونو د څارنې ریاست له کړنو خوښي و ښوده او د یاد ریاست پلانونه یې ارزښتمن یاد کړل.

همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال د یاد ریاست مسوولینو ته لارښوونه وکړله څو د ادارې لپاره لا نورې هم ګټورې برنامې په لاره واچوي څو پر مټ یې دغه اداره تر خپل چتر لاندې زندانونو کې غوره خدمتونه او لاسته راوړنې ولري.

 

رمضان المبارک ۱۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS