د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست د ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو معاونیت ته راتلونکي پلانونه او وړاندیزونه وړاندې کړل

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست رئیس محترم عبیدالله"اخلاص" د ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" ته راتلونکي پلانونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.
داراز، محترم الحاج مولوي طارق د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست له کړنو خوښي و ښوده او د یاد ریاست پلانونه یې ارزښتمن یاد کړل.
همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال د یاد ریاست مسوولینو ته لارښوونه وکړله څو د ادارې لپاره لا نورې هم ګټورې برنامې په لاره واچوي څو پر مټ یې د داخلي او نړیوالو همکارو بنسټونو د مرستو او همکاریو جذبولو ترڅنګ ادارې ته غوره خدمتونه او لاسته راوړنې رامنځ ته شي.
رمضان المبارک ۱۸/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت