د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال د جوزجان ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
Wed, Mar 19 2025 11:36 AM
جوزجان

محترم لوی پاسوال قاري حبیب‌ الله "بدر" د یادې لیدنې پرمهال له مسوولینو سره د زندان او زندانیانو د وضعیت په ځانګړې توګه د نظامي مسایلو په هکله خبرې اترې وکړې.

دغه راز، د ادارې نظامي مرستیال د نوموړي زندان له امنیتي پوستو، ټاورونو او قراولونو څارنه او کنټرول وکړ او اړوندو مسوولینو ته یې د یادو برخو د لا خوندیتوب په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د جوزجان ولایت د زندان د زندانیانو خونو ته ولاړ او هلته یې له بندیانو سره په کتنه کې، د هغوی خبرې او غوښتنې واورېدې او ورته یې له خپله اړخه د رسېدنې د ژمنې ترڅنګ، د دغه زندان مسوولینو ته هم لارښوونې وکړې.

داراز، پلاوي د دغه زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځي، صنعتي، کانتین او روغتیایې برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او اړوندو مسوولینو ته یې د لا ښه تنظیم په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، څو د یادې ادارې تر چتر لاندې زندانونو څارنه وکړي. مثبت فعالیتونه یې غښتلي او ستونزو یې پر وخت حل کړي.

 

رمضان المبارک ۱۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS