د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال د فرمانونو د پلي کولو امریت راتلونکي پلانونه واورېدل

news_admin
Wed, Mar 19 2025 12:30 PM
معاونیت پالیسی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د فرمانونو د پلي کولو امر محترم مولوي شهیدالله "خالد" د ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" ته راتلونکي پلانونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.

داراز، محترم الحاج مولوي طارق د زندانونو چارو د سمون ادارې د فرمانونو د پلي کولو امریت له کړنو خوښي و ښوده او د یاد ریاست پلانونه یې ارزښتمن یاد کړل.

همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال د یاد امریت مسوولینو ته لارښوونه وکړله چې د ا.ا.ا. د امیرالمؤمنین شېخ القران والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) له خوا د محکومینو او تورنو د سزا د عفوې او تخفیف او نور اړوند فرمانونه په شفافه او منظمه توګه پلي کړي څو هم زندانیانو د خوشې کولو په برخه کې عدالت په ښه توګه ترسره او هم نور فرمانونه پر وخت سرته ورسېږي.

 

رمضان المبارک ۱۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS