د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال د بامیان ولایت د زندان چارې وارزولې

news_admin
Sun, Mar 23 2025 10:56 AM
بامیان

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله " بدر" په مشرۍ پلاوي د بامیان ولایت د زندان د چارو د ارزونې ترڅنګ د دې ولایت د زندان له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې  وکړې.

داراز، پلاوي د یاد زندان له مسوولینو  سره په خبرو کې د زندانیانو په ښې ساتنې او پالنې کې د هغوی نه سټړې کېدونکې هلې ځلې وستایلې او د نوموړو لپاره یې د لانورو غوره خدمتونو وړاندې کولو لارښوونه وکړله.

همداشان، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي ، د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل او زندانیانو سره له نږدې ولیدل د هغوی غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړله څو یې ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسېدنه وکړي.

همداراز، پلاوي د نوموړي زندان د  پرسونل او زندانیانو د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همداشان، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د بامیان ولایت د زندان له امنیتي قراولونو، ټاورونو، او امنیتي پوستو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړه او د زندانیانو د امنیت د لا ټینګښت په موخه یې امنیتي مسوولینو ته یولړ سپارښتنې هم وکړې.

 

رمضان المبارک ۲۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS