د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز په ښوونځي کې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال د پیل زنګ وټنګول شو

news_admin
Sun, Mar 23 2025 1:48 PM
تعلیم تربیه

په دې اړه د جوړ شوي مراسمو په ترڅ کې د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې چې د ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي شرافت الله"حقاني"، د داخلي تفتېش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي"، د خوشې شویو بندي مجاهدینو د مشکلاتو د حل رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" او یوشمېر نورو مسوولینو ګډون درلود، د غونډې ګډونوالو ته د قرآنکریم د مبارکو ایتونو او نبوي (ص) احاديثو په رڼا کې د پوهې او زده کړې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او په دې مرکز کې یې د نوي ښوونیز کال د پیلېدو د ستایلو ترڅنګ، له محجوزینو ماشومانو وغوښتل، څو له دغه فرصت څخه پوره ګټه واخلي او خپل وخت بېځایه تېر نه کړي.

داراز، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري خبیب الله بدر د یادو مراسمو ګډونوالو ته په خبرو کې وویل چې د زندانونو چارو د سمون ادارې تر چتر لاندې چې څومره د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونه دي دغه اداره کوښښ کوي چې د مختلفو خدمتونه په وړاندې کولو سره محجوزین د دیني، عصري او حرفوي زده کړو څخه  فارغ کړي څو یاد محجوزین له حبس وروسته د ټولنې د خدمت جوګه وګرځي.

همداراز، محترم لوی پاسول قاري بدر زیاته کړله چې په زندانونو کې یې د زندانیانو ربړونې ته اجازه نه ده ورکړې او لا نوره هڅه کوي چې د هېواد په زندانونو کې زندانیانو ته د اصلاح لاره برابره کړي څو له ناوړه کړنو لرې خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت وړ وګرځي.

دغه راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد ناصري او د داخلي تفتېش رئیس محترم مولوي فضل احمد احمدي  په یادو مراسمو کې د خبرو پرمهال محجوزینو ته په خطاب کې وویل چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري ستاسو ساتنه او پالنه روانه ده او دا اداره غواړي د تجربه لروونکو ښوونکو پرمټ تاسو وروزي نو لازمه ده چې خپلو درسونو ته پاملرنه لا نوره هم زیاته کړئ.

همدا شان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او نظامي چارو محترمو مرستیالانو د دې مرکز د محجوزینو د ښوونځي او یو شمېر نورو برخو څخه هم لیدنه وکړله او مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

په پای کې، د یاد مرکز د مسوولینو له لوري د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم)  د سیالۍ یو شمېر ممتازو زده کوونکو  ته چې په یاده سیالۍ کې یې ونډه اخیستې او ښه ځلېدلي وو د فراغت په توګه تصدیق پاڼې ووېشل شوې.

 

رمضان المبارک ۲۲/۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS