د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي زندان رئیس د یوناما دفتر له پلاوي سره وليدل

news_admin
Wed, Mar 26 2025 11:43 AM
unam

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" په همغږۍ، د دغه ولایت د زندان رئیس محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار"‌ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه ماموریت "یوناما" د بشري حقونو د برخې له پلاوي سره ولیدل او د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د خوندیتوب او په نورو اړوندو موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې وکړې.

داراز، د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي زندان رئیس محترم الحاج مولوي خاکسار یاد پلاوي څخه د زندانیانو لپاره د صحي، عاشوي، صنعتي او یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړله چې د پلاوي له لوري ورته د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.

دغه راز، پلاوي د نوموړي زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی لپاره یې د ښو خدماتو او اسانتیاوو  د رامنځته کولو او د بشري حقونو د خوندیتوب په موخه یې د مسوولینو هڅې وستایلې.  

 

رمضان المبارک ۲۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو اوعامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS