د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي مرستیال د کابل ولایت له مرکزي توقیفخونې او د پایوازۍ د بهیر ارزونه وکړه

news_admin
Sun, Apr 06 2025 1:26 PM
دیدار معاون پالیسی از پایوازی

محترم الحاج محمدکاظم "طارق" نن(یکشنبې) په داسې حال کې، چې د یادې ادارې له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري محمدګل "جګرخون"، د داخلي تفتيش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي"، د ازادۍ پر سلب ځایونو د څار رئیس محترم داریوش "مجددي"، د شخصیتي دوسیو امر محترم ډاکټر سیداقا "موسوي نژاد" او د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" یي هم ملتیا کوله، د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې د پایوازۍ بهیر د ارزونې پرمهال د تلاشۍ له ځایونو، سکن ماشینونو او کانټینونو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، څو شته نیمګړتیاوې له منځه یوسي، اسانتیاوې لا زیاتې او له پایوازانو سره خپل چلند لا نور هم ښه کړي.

داراز، د ادارې د سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي مرستیال په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت مرکزي توقیفخونې ته له راغلو یو شمېر پایوازانو سره وکتل، د هغوی خبرې او وړاندیزونه یې واورېدل

همداشان، دغو پایوازانو د زندانونو چارو د سمون ادارې له مسوولینو څخه د دوی د تګ راتګ لپاره د لازمو سهولتونو، په توقیفخونه کې د شته پلورنځایونو یا کانټینونو او په کې له توقیفخونې بهر د بازار په بیه د توکو پلورلو او د مسوولینو د ښه چلند له امله مننه وکړه.

یاد پلاوي د نوموړو پایوازانو د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو ورسته هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د دې ادارې مسوولین به ورته پر وخت رسېدنه وکړي.

له دې سره هممهاله، د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم الحاج محمدکاظم "طارق" او مل پلاوي یې د مرکزي توقیفخونې له توقیفیانو سره په کتنه کې د هغوی د حال او د توقیفخونې د وضعیت په اړه پوښتنه وکړه، چې د هغوی له لورې ورته د رضایت په څرګندولو ډاډ ورکړل شو او پلاوي هم هغوی ته د هغوی د کورنۍ او دوستانو د ملاقات او پایوازۍ د بهیر او نورو برخو کې د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه ژمنه وشوه.

 

شوال المکرم ۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS