د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس د هلمند ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Wed, Apr 09 2025 10:57 AM
ارکان

 

محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" تېره ورځ هلمند ته د خپل سفر پرمهال، د نوموړي ولایت د زندان له مسوولینو سره ولیدل او د زندانیانو پر اړوند مسایلو یې ورسره خبرې اترې او سلا مشورې وکړې.
د یادې ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس د یاد زندان له زندانیانو سره هم له نږدې وکتل، د هغوی وضعیت یې وارزاوه او هغوی له دوی سره د مسوولینو چلند ښه یاد کړ.
داراز، محترم مولانا د نوموړي زندان اړوندو مسوولينو ته د یادو زندانیانو لپاره د اسانتياوو پر لا زیاتولو، ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې. 
د نظامي معاونیت د ارکار رئیس  د دغه زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره روغتیايي مرکز او طبي درملو، نانوايي، کلچو او کېک پخولو او خیاطۍ له شاپونو لیدنه او ارزونه وکړه، او د روغتیايي خدمتونو لازیاتولو، د یادو خوراکي توکو د کیفیت او د پخولو پرمهال یې د پاکوالي په پام کې نیولو لپاره اړوندو مسوولینو او پخوونکو سره خبرې وکړې او ګټورې مشورې یې ورته ورکړې.

شوال المکرم ۱۱/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS