د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د ادارې د یو شمېر ریاستونو له مسوولینو سره د داخلي او نړیوالو بنسټونو د مرستو او همکاریو د جذبولو او ښې همغږۍ په موخه ناسته ترسره کړله

news_admin
Thu, Apr 24 2025 11:06 AM
جلسه برنامه اقتصادی

 په ياده ناسته کې د زندانونو چارو  د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې چې د ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د ادارې حقوقي مشاور محترم قاري عبدالله "همدرد" او یو شمېر نورو رئیسانو هم شتون درلود د زندانونو چارو د سمون ادارې لپاره د داخلي او نړیوالو بنسټونو د مرستو او همکاریو د جذبولو او ښې همغږۍ په موخه خبرې اترې وکړې.

د نوموړې ناستې په ترڅ کې یو شمېر ګډونوالو هم په اجنډا کې د شاملو مهمو مسایلو په اړه خپل نظرونه تبادله کړل، چې د زندانونو چارو  د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال له خوا یې تر اورېدو وروسته په هکله د شرعي اصولو او تقنیني اسنادو له مخې لازمې پرېکړې وشوې.

 

شوال المکرم ۲۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS