د بامیان ولایت په زندان کې د زندانیانو او پرسونل لپاره د لیک لوست کورس پیل شو

news_admin
Sat, Apr 26 2025 2:02 PM
بامیان

د بامیانو زندان رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم حقاني په خبره ، د زندان هغه پرسونل چې تر دې  وړاندې یې د ځینو ستونزو له امله زده کړو ته لاسرسی نه درلود او یا ترې نیمګړې ياتې شوې وې، اوس به د دې کورس پر مټ خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او خپل هېواد او ملت ته به د ښه خدمت جوګه شي.

همدا راز، د بامیانو پوهنې رئیس د یاد ولایت د زندان زندانیانو او پرسونل ته وویل، چې یاد کورس د دوی د پوهې د لوړولو په مو خه پیل شوی، چې په کې ګډون سره به یې د علم په ګاڼه سمبال شي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د بامیان ولایت په زندان کې د زندانیانو او پرسونل لپاره ورته کورس جوړ شوی وو، چې ښې پایلې یې درلودې.

 

شوال المکرم ۲۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS