ولایتي خبرونه ( پکتیا، بادغیس) د پکتیا ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل ته یو ورځنی اصلاحي سمینار ورکړل شو

news_admin
Sun, Apr 27 2025 1:20 PM

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په لارښوونه او د یاد ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو د دې زندان ملکي او نظامي پرسونل ته یو ورځنی اصلاحي سمینار چې په کې د اسلامي اوصولو سره سم د ځان اصلاح، د مشرانو اطاعت، د جماعت پابندي، د بیت‌المال ښه ساتنه، له مراجعینو او زندانیانو سره د ښه چلند او په چارو کې د نورو ورسپارل شوي مسوولیتونو په صداقت او اخلاص سره د ترسره کولو ترڅنګ یو شمېر نورې لازمې لارښوونې وشوې.

 

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د دې زندان رئیس محترم قاري عبدالغني عادل یاد سمینار د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه ګټور یاد او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې د ترلاسه کړو زده کړو او لارښوونو څخه په چارو کې مثبته ګټه پورته کړي.

 

د یوبل خبر له مخې، د بادغیس ولایت د زندان یوه پلاوي د دې ولایت د یو شمېرولسوالیو له توقیفخونو څخه ليدنه وکړله

 

د دغه ولایت د زندان امر محترم ملا سید باران"عدالتي" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د غورماچ، او بالامرغاب ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

داراز، پلاوي د نوموړو ولسوالیو د توقیفخونو له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

په ورته وخت کې، پلاوي د یادو توقیفخونو مسوولینو سره په خبرو کې، د توقیفیانو د محاکماتي چارو د لا اسانتيا او د نورو ښو خدماتو د رامنځ ته کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

 

شوال المکرم ۲۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS