د زندانونو چارو د سمون ادارې د روغتیا ریاست له لوري د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت اړوند د اندونیزیا دوستي پولي کلینیک سره د یوه اندازه درملو مرسته وشوه

news_admin
Mon, Apr 28 2025 8:48 AM
صحیه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په لارښوونه او د دې ادارې د روغتیا ریاست د رئیس محترم ډاکټر سیداحمد "اسحاقزي" له لوري د عامې روغتیا وزارت اړوند د اندونیزیا دوستي پولي کلینیک سره د یوه اندازه درملو مرسته وشوه.

د محترم ډاکټر اسحاقزي په وینا په دغو مرسته شویو درملو کې چې ټول (۱۰) قلمه کېږي له جملې یې (۹۵۷۰) بوتله د ماشومانو لپاره د موسمي ناروغیو، انټي بیوټیک او درد اراموونکي او د لویانو لپاره (۲۱۰۰۰) انتي بیوټیک او درد اراموونکي ټابلېټ شامل دي چې د اندونیزیا دوستي پولي کلینیک مسوولینو ته وسپارل شول.

داراز، د ادارې د روغتیا رئیس په خبره د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوند د کابل ولایت د څرخي پله د ۵۰ بستریز روغتون په ډيپو کې یې له اړتیا زیات درمل درلودل چې د ادارې د رهبرۍ په لارښونه یې د ا.ا.ا. د عامې روغتیا په ځانګړې توګه د هېواد د مظلوم ملت د روغتیا ساتنې په موخه یاد قدم پورته کړ.

په ورته وخت کې، د اندونیزیا دوستي پولي کلینیک مسوولینو دغه مرستې اړینې وبللې او زیاته یې کړله چې د دې کلینیک د ډاکټرانو له لوري به د ناروغانو په درملنه کې وکارول شي.

 

شوال المکرم ۳۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS