د سمنګان ولایت د زندان اداري پرسونل ته د عامه پوهاوي یو ورځینی ښوونیز سمینار پایته ورسېده

news_admin
Mon, Apr 28 2025 2:14 PM
ولایتی

د یاد ولایت د زندان د مسوولینو په خبره، نوموړی سمینار چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو امریت او یاد زندان د کارکوونکو مدیریت سره په همغږۍ جوړ شوی و، د ارزیابۍ او د فورمونو ډکولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

داراز، د یاد زندان مسوولینو د خپلو خبرو پرمهال دغه سمینار د دې زندان اداري کارکوونکو د چارو ښه والي لپاره غوره ګام وباله او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو امریت له همکارۍ یې د مننې ترڅنګ، له نورو همکارو ملي او نړیوالو بنسټونو څخه هم په روزنیزو او نورو د اړتیا وړ برخو کې له دې زندان سره د همکارۍ غوښتنه وکړله.

په ورته وخت کې،  د نوموړې ادارې مسوولنیو ژمنه وکړله، چې په راتلونکې کې به هم یاد زندان کې ورته ښوونیزې برنامې جوړې کړي.

 

شوال المکرم ۳۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS