د هرات ولایت په زندان کې سلګونو تنو زندانیانو لپاره په بېلابیلو برخو کې د زده کړو زمینه برابره شوې

news_admin
Tue, Apr 29 2025 11:15 AM
هرات

د دغه ولایت د زندان مسوولینو په وینا، په زندان کې د نورو اسانتیاوو ترڅنګ یې سلګونو تنو نارینه او ښځینه محبوسینو او د محجوزینو ښوونځیو تر خوا یې د لیک لوست زده کړو زمینه برابر کړې ده.

مسوولین زیاتوي چې د هرات په زندان کې دا مهال  (۱۲۰)تنه محجوزین، (۱۵۰) تنه محبوسین او (۸۰) تر (۱۰۰) تنه ښځینه محبوسینې د ښوونځي سربېره د لیک لوست زده کړو  په ټولګیو کې بوخت دي.

همدا راز، د یاد ولایت د زندان مسوولینو زندانیانو ته په خبرو کې زیاته کړله، له شته فرصته په استفادې سره خپلو زده کړو ته پاملرنه وکړئ څو له بنده تر ازادیدو وروسته د یو باسواده، سالم او مصلح شخص په توګه خپلو کورنیو  او ټولنې سره یو ځای شئ.

 

ذوالقعده الحرام  ۱/۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS