د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس رئیس د دې محبس له نظامي مسوولینو سره ځانګړې ناسته ترسره کړله

news_admin
Thu, May 01 2025 11:15 AM
محبس مرکزی

د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس رئیس محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار" د یاد محبس له نظامي مسوولینو سره په ناسته کې د محبوسینو لپاره د غوره خدمتونو، ستونزو او غوښتنو ته د رسېدنې په موخه خبرې اترې وکړې.

په دغې ناسته کې د محترم الحاج مولوي خاکسار له لوري یادو مسوولیتو ته په خبرو کې له محبوسینو سره د لا ښه چلند، ورزشي برنامو، دیني، عصري، حرفوي زده کړو، شرعي او انساني حقونو او سهولتونو د برابرولو او اړوند ستونزو ته د رسېدنې په موخه لازمې لارښوونې وشوې.

د ناستې په پای کې د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس نظامي مسوولینو هم په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې د تل په څېر به له محبوسینو سره د اسلامي اصولو سره سم چلند کوي او نوموړو ته به ټولې اسانتیاوې برابروي. 

 

ذوالقعده ۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS