د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي  پله له مرکزي توقیفخونې څخه لیدنه وکړله

news_admin
Sun, May 04 2025 10:59 AM
توقیف

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او ورسره مل پلاوي یې د کابل ولایت د څرخي  پله د مرکزي توقیفخونې له مسوولینو سره ولیدل او د توقیفیانو په اړوند مسایلو یې خبرې اترې او سلا مشورې وکړې.

داراز، د محترم قاري بدر په مشرۍ پلاوي د نوموړې توقیفخونې توقیفیانو سره هم له نږدې وکتل، د هغوی وضعیت یې وارزاوه چې توقیفیانو هم له دوی سره د مسوولینو چلند او هم له برابرو شویو چوپړتیاوو څخه خوښي څرګنده کړله.

همدا راز، پلاوي د نوموړې توقیفخونې مسوولينو ته د توقیفیانو لپاره  د اسانتياوو پر لا زیاتولو او ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

په پای کې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په مشرۍ پلاوي د دې توقیخونې پخلنځی، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړې.

 

ذوالقعده ۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS