د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست مسوولینو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له پلاوي سره ولیدل

news_admin
Sun, May 11 2025 2:13 PM
تعلیم تربیه

د دغې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" په داسې حال کې چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي ناصري د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې څخه د دوامدارې همکارۍ په موخه مننه وکړله او له راغلي پلاوي څخه یې د کابل ولایت د څرخي پله په مرکزي زندان او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز کې زندانیانو او محجوزینو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو او روزنو په موخه د همکارۍ غوښتنه وکړله.

  په ورته وخت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې د پلاوي  له لوري ژمنه وشوه چې  دوی به په نږدې راتلونکي کې د محبوسینو او محجوزینو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو بیلابیل مواد او برنامې په لاره واچوي.

په پای کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې پلاوي د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي زندان له صنعتي مرکز څخه هم لیدنه وکړله او په اړوندو برخو کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

ذوالقعده ۱۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS