د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د سره صلیب نړیوالې کمېټې له پلاوي سره وکتل

news_admin
Thu, May 15 2025 10:38 AM
پالیسی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې چې د ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" هم شتون درلود، په کابل کې د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې له پلاوي د سره په کتنه کې د دواړو لوریو پرخپلمنځي همغږۍ زیاتولو، یو له بل سره په کډې همکارۍ او تخنیکي مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، یاد پلاوي هم د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او له دغې ادارې څخه یې د نوموړې کمېټې له خوا زندانیانو او زندانونو ته په شفافه توګه د مرستو رسولو او ویشلو لپاره د همغږۍ او ښې زمینې برابرولو په موخه خوښي څرګنده کړله.

د یادولو ده، چې د سره صلیب نړیواله کمېټه د زندانونو چارو د سمون ادارې له همیشنیو مرسته کوونکو او همکارو بنسټونو څخه ګڼل کېږي، چې زندانیان یې تل له مرستو برخمن شوي دي.

 

ذوالقعدة الحرام ۱۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS