د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي د کنړ ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
Sun, May 18 2025 1:36 PM
کنر

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د داخلي تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د مالي او حسابي رئیس محترم مشعل " حکمت " او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله  کنړ ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان مسوولینو سره يې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.  
داراز، د دې ادارې نظامي چارو مرستیال د نوموړي ولایت د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې وویل، « موږ ډېر کوښښ کړی چې اصلاحي او روزنیز پروګرامونه عملي کړو، نو هیله لرم چې له یوې خوا دا پروګرامونه په زندان کې ستاسو د اصلاح او بیا روزنې لامل شي او له بلې خوا تاسو هم ترې له بدو او ناروا کړنو څخه د ډډه کولو لپاره ګټه واخلئ او هم له بنده وروسته د یو سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ».
په ورته وخت کې، د دې ولایت د زندان زندانیانو د محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په مشرۍ د پلاوي په ورتګ خوښي وښوده او له دوی سره د زندان د مسوولینو چلند یې ښه یاد کړ.
په پای کې، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د ډوډۍ پخولو، خوړو پخولو، اباتې، د برېښنایي خدمتونو  وړاندې کولو، تعمیراتي او روغتیايي چارو د لیدنې ترخوا یې د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزوله او د هغو لا ښه والي او شتو ستونزو د هواري په موخه یې مربوطه مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

ذوالقعدة الحرام ۲۰/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS