د اقتصاد وزارت او د زندانونو چارو د سمون ادارې ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه

news_admin
Wed, May 28 2025 3:42 PM
etwy

په دې ناسته کې چې د اقتصاد وزارت سرپرست محترم قاري دین محمد "حنیف"، د موسساتو د انسجام رئیس محترم مفتي عبدالسلام "اشرفي"، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام دفتر رئیس او د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري" ګډون درلود، دواړو لوریو د نوموړې ادارې لپاره د مرستو په راجلبولو په مورد کې خبرې اترې وکړې.

په دې لیدنه کې محترم قاري دین محمد حنیف د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولينو ته ډاډ ورکړ چې د کورنیو او بهرنیو موسساتو څخه د مرستو په راجلبولو کې به هر راز همکاري وکړي.

په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله ګلزاد د یاد وزارت د مرستو او همکاریو څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړله، نوموړې اداره د زندانیانو د ښې ساتنې او پالنې په موخه د خپلو امکاناتو ترڅنګ تل هڅه کړې چې د کورنیو او نړېوالو بنسټو مرستې راجلب کړي.

 

ذوالقعدة الحرام ۳۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS