د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال ادارې دکارکوونکو ریاست له چارو څخه د څارنې ترڅنګ د کارکوونکو د حاضرۍ د کتاب ارزونه وکړله

news_admin
Thu, May 29 2025 12:58 PM
پالیسی


د دغې ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې چې د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" هم ورسره وو، د یاد ریاست له رئیس محترم مولوي ضیاء ‌الرحمن "سعید" او کارکونکو سره وليدل او د هغوی د کړنو او لاسته راوړنو په تړاو یې معلومات ترلاسه کړل.
په ورته وخت کې، محترم الحاج محمد کاظم طارق د یادې ارزونې په ترڅ کې اړوندو مسوولینو ته په خبرو کې زیاته کړله: «که په اداري چارې کې کارکونکي خپل مسوولیتونه پروخت او ښه ډول ادا کړي هم به د ادارې کامیابي وي او هم به د مراجعینو کارونه په خپل وخت سره ترسره شي چې دا مو د مسوولیت ترڅنګ هم دیني او هم ملي وجیبه ده».
داراز، پلاوي د ادارې کار کوونکو ریاست مسوولینو ته لارښوونه وکړله څو د حاضرۍ په برخه کې د قانون او اصولو مطابق په خپل ټاکل شوي وخت سره سم مخ ته لاړشي هم عدالت پلیاو هم کارکونکي بې له کوم خنډ او ځنډ څخه خپلو چارو ته رسېدنه وکړي. 
د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال په وينا، د ادارې د اړوندو برخو له ارزونې څخه یې هدف د چارو ښه پرمخ وړل، د اصلاحاتو راوستل او د کارکونکو اصولي وړانديزونو ته په وخت رسېدنه ده.

ذوالحجة الحرام ۱/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS