د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام دفتر رئیس  په مشرۍ  پلاوي د کاپیسا ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
Sat, May 31 2025 1:01 PM
کاپیسا

 د دې ادارې د مقام دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، په مشرۍ پلاوي چې یو شمېر نورو مسوولین هم ورسره مل وو، تېره ورځ کاپیسا ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې. 

تر هغې وروسته نوموړي د کاپيسا ولایت د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې وویل: « موږ هڅه کړې چې تاسو ته اصلاحي او روزنیز پروګرامونه عملي کړو، نو هیله لرو چې له یوې خوا دا ستاسو د اصلاح او بیا روزنې لامل شي او له بلې خوا ښه به دا وي چې په کې ونډه واخلئ او له بنده تر ازادېدو وروسته د یو سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ».

په ورته وخت کې، د یاد ولایت د زندان زندانیانو د نوموړي پلاوي پر ورتګ خوښي وښوده او له دوی سره د زندان د مسوولینو له خوا د ښه چلند له امله د رضایت په څرګند کړ.

په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، په مشرۍ پلاوي د کاپيسا ولایت د زندان د مالي او اداري، صنعتي، تخنیک، لوژستیک، د ډوډۍ او خوړو پخولو، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او تعمیراتي چارې په جلا جلا توګه له نږدې وارزاولې او د هغو د لا ښه والي په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

ذوالحجه الحرام ۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS