ولایتي خبر(غزني) د غزنې ولایت په زندان کې د اجراییه مدیریت او د نظامي معاونیت د اوپراسیون خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

news_admin
Sun, Jun 01 2025 12:56 PM
غزنی

د دې ولایت د زندان مسوولینو په وینا دغه خونې چې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت جوړ شوي نن د یو لړ مراسم په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د نوموړو خونو د چارو بشپړېدو سره د یادو شعبو د  کارکوونکو ستونزې هوارې شوې.

د نوموړي زندان مسوولینو د یادو چارو څخه موخه پرسونل او زندانیانو ته د لازمو اسانتیاوو برابر ول،او په کارونو کې چټکتیا په ګوته کوي، همداشان وايي چې دوی هڅه کوي څو په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

 

ذوالحجه الحرام ۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS