د زندانونو چارو د سمون ادارې د تخنیکي او مسلکي کمېټې ناسته ترسره شوه

news_admin
Wed, Jun 04 2025 9:11 AM
پالیسی

دغه ناسته، چې د یادې ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ او له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د پلان او پالېسۍ رئیس محترم سید اقا "موسوي نژاد" او د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې رئیس محترم داریوش "مجددي" په ګډون جوړه شوې وه، په کې د اداري چارو او د زندانیانو اړوند پر ځینو مهمو مسایلو خبرې اترې وشوې.

داراز، په دې ناسته کې پر یو شمېر مربوطه کاري اړینو موضوعګانو هم بحث او د نظرونو تبادله وشوه، چې په پایله کې یې له اصولو سره سمې او لازمې پرېکړې وشوې.

 

ذوالحجة الحرام ۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS