د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس ښوونیز او روزنیز بهیر ارزونه وکړه

news_admin
Wed, Jun 04 2025 2:11 PM
mama

 

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په داسې حال کې چې د دغې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد ناصري، د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي عبدالمالک خاکسار او یو شمېر نور مسوولین ورسره مل وو، د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان له نارینه محبس څخه د لیدنې په ترڅ کې لومړی د دې محبس له ښوونیزو او روزنیزو برخو څخه ارزونه وکړه او له اړوندو مسوولینو، ښوونکو او روزونکو سره یې د محبوسینو لپاره په یادو برخو کې د لازیاتو امکاناتو پر برابرېدو ټینګار وکړ، چې مسوولینو، ښوونکو او روزنکو هم د ادارې نظامي مرستیال ته له خپله اړخه د نوموړي بهیر لپاره د هر ډول چمتوالي او تیاریو ډاډ ورکولو ترڅنګ، د ځینو اړتیاوو یادونه هم وکړه.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کسب زده کړو شاپونو کې له ګډونوالو محبوسینو وغوښتل، چې خپلو زده کړو ته ډېره پاملرنه وکړي، څو یې پر مټ د بند د مودې تر پوره کېدو وروسته وکولي شي د سالمو او ګټورو وګړو په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت وړ وګرځي.

همداشان، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د یاد محبس دیني مدرسې ته ولاړ او هلته یې هم د دیني زده کړو له زده کوونکو محبوسینو سره په لیدنه کې له هغوی څخه وغوښتل چې له دغه طلایي فرست څخه ګټه پورته او په راتلوونکې کې په دیني علومو د پوهو وګړو په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره په یو ځاي کېدو دنیوي او اخروي ګټې ترلاسه کړي.

 

ذو الحجه الحرام ۷ / ۱۴۴۶

د مقام د  دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS