لنډ ولایتي خبرونه:( پکتیکا، بلخ )

news_admin
Thu, Jun 05 2025 11:03 AM
ولایتی

پکتیکا:

د پکتیکا ولایت نوي امر رسماً په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" د یاد ولایت د زندان پرسونل ته د نوي امر په توګه وروپېژندل شو او د خیر دعا په کولو ورته په چارو کې د بریا هیله وشوه.

په ورته وخت کې، د پکتیکا د زندان نوي امر چې  رسماً یې خپل کار پیل کړ ژمنه وکړه، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له لورې د دې زندان د زندانیانو د خدمت په موخه به ورسپارل شوي مسوولیتونه پروخت او په پوره امانتولۍ ترسره کوي.

بلخ:

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د بلخ ولایت له زندان سره یو اندازه روغتیايي توکو مرسته وکړه

په دې توکو کې چې د اوبو ستلونه، د حمام صابون، د غاښونو کریم او برسونه او د اړتیا وړ نور توکي شامل وو، د نوموړي ولایت د زندان پر شاوخوا (۱۵۰) تنو نارینه او ښځینه محبوسینو باندې د یادې کمېټې د ولایتي دفتر د استازو په حضور کې  وويشل شول.

په ورته وخت کې، د بلخ ولایت د زندان د روغتیايي پرسونل له خوا  له ساري، انتاني او په ځانګړي ډول جلدي ناروغیو څخه د خونديتوب په موخه د زندانیانو د اوسېدو ټولې خونې دوا پاشي شوې.

د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي څو تر خپل چتر لاندې ټولو زندانونو کې محبوسینو، تورنو او محجوزینو ته د نورو خدمتونو ترڅنګ، د هغوی روغتیا ته د جدي پاملرنې پربنسټ خوندي، پاک او سالم چاپېریال رامنځته کړي.

 

ذوالحجة الحرام ۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS