د زندانونو چارو د سمون ادارې د چارو لا ښه شفافیت په موخه غونډه ترسره شوه

news_admin
Thu, Jun 05 2025 12:58 PM
پالیسی

د یادې ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستيال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ په دې غونډه کې، چې د ادارې د خدماتو رئیس محترم مولوي سیدولي "عبدالله"، د دغه معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله بکتاش او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، د زندانونو چارود سمون ادارې لپاره د اړتیا وړ تېلو د کیفیت د څرنګوالي او په چارو کې د لاښې همغږۍ او نورو مهمو مسایلو په هکله خبرې اترې وکړې.

داراز، د نوموړې غونډې ګډونوالو د تېلو د کیفیت په اړه خپل نظرونه تبادله کړل، چې د زندانونو چارو  د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال له خوا یې تر اورېدو وروسته په هکله د اصولو او تقنیني اسنادو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشوې.

 

ذوالحجة الحرام ۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS