د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په مشرۍ پلاوي د هلمند ولایت د کجکي او سنګین ولسوالیو د توقیفخونو ودانیو رغنیزو چارو  څخه لیدنه وکړله

news_admin
Sat, Jun 14 2025 2:18 PM
هلمند

د دې ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې چې د هلمند ولایت د زندان رئیس محترم الحاج ملا بهاوالدین "عاطف"،  د صنعتي امر محترم ملا سیف الله "انوري" او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، د یاد ولایت د کجکي او سنګین ولسوالیو توقیفخونو د ودانیو جوړولو چارو څخه لیدنه وکړله او له اړوندو مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د یادو توقیفخونو رغنیزې چارې په چټکۍ سره بشپړې کړې څو توقیفیانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

دا راز، د یاد ولایت د زندان رئیس محترم الحاج ملا بهاوالدین عاطف  ووېل: نوموړې توقیفخونې له اوسني عصر سره سم په پاخه او اساسي ډول جوړیږي چې په بشپړېدو سره به یې د یادو ولسوالیو د توقیفخونو توقیفیانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او ستونزې به یې هوارې شي.

 

ذوالحجة الحرام ۱۷/ ۱۴۴۶

د مقام دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS