د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د ادارې  اړتیا وړ د تېلو څرنګوالي او لا ښه شفافیت په موخه ارزونه وکړله

news_admin
Wed, Jun 18 2025 1:23 PM
پالیسی

د دغې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې، چې د ادارې د خدماتو رئیس محترم مولوي سید ولي "عبد الله"، د عفوې او تخفیف فرامینو پلې کولو امر محترم مولوي شهید الله "خالد"، د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" او یو شمېر نورو مسوولینو یي هم ملتیا کوله، د زندانونو چارو د سمون ادارې په انګړ کې د تېلو څرنګوالي، د تخلې بهیر او ځاینونو څخه دلیدنې ترڅنګ په چارو کې د لاښې همغږۍ او نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

دغه راز، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج طارق په وينا، د ادارې اړوندو برخو له ارزونې څخه یې هدف د اصولو مطابق د چارو ښه پرمخ وړل، د اصلاحاتو راوستل،  ستونزو او وړانديزونو ته په وخت رسېدنه ده.

 

ذوالحجة الحرام ۲۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS