د ننګرهار ولایت په زندان کې ( ۱۱۰) تنه محبوسین، محجوزین او توقیفیان د قران کریم حفظ، ناظري او سولر جوړونې زده کړو له دورو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې چې د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"او یو شمېر مرکزي او سیمه ییزو مسوولینو او علماوو ګډون درلود، له یادو دورو څخه د نوموړو محبوسینو، محجوزینو او توقیفیانو فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال د دوی د فراغت مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې زندانیانو لپاره د زده کړو ښه زمینه برابرې شوې نو لازمه ده چې خپل وخت بې ځایه تېر نه کړي او د دغه طلايي وخت څخه ګټه پورته کړي.
دا راز، نظامي مرستيال په خپلو خبرو کې وویل؛ د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) له لوري د زندانیانو لپاره جوړ شوی طرزالعمل د مرکز او ۳۳ ولايتونو ته لېږل شوی او په دوامداره توګه يې تطبيق او څارنه ترسره کيږي.
همداشان، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر زیاته کړه، د نوموړې ادارې اړوند د هيواد په هيڅ زندان کي زنداني سره ظلم نه دی شوی او رسنۍ کولای شي هر وخت له زندانونو څخه ليدنه وکړي.
همهاله، د یادې غونډې ویناوالو د قرآن عظم الشان په فضیلت او د بنديانو د اصلاح په اړه خبرې وکړې او د حفظ دورو او حرفوي زده کړو دوامدار تنظيم او ترتیب یې نيک ګام وباله او زياته يې کړه، چې زندان د مجرمینو د ژوند لپاره يو تربيتي پړاو دی بايد دوی د خپلې اصلاح لپاره کار وکړي.
د یادونې ده، چې ننګرهار محبس کې د نعمان بن ثابت (رحمه الله) مدرسې څخه د ديني او حرفوي برنامو له لارې ۱۱۰ تنه زندانیان فارغ شول، چې له دې جملې څخه ۸۰ تنه د قرآن کریم د حفظ او ناظرې دورې بشپړې کړې، او ۳۰ تنه نورو زندانیانو ته د سولر جوړونې برخه کې زده کړې ورکړل شوي.
په پای کې، یادو فارغ شویو زندانیانو ته د فضیلت پګړۍ پر سر تړلو سره یاد مراسم د خیر دعا په کولو سره پای ته ورسېدل.
ذوالحجة الحرام ۲۵/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت