د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په کابل کې د پولیسو (۳۰۰) بستریز د روغتون له رئیس سره ولیدل

news_admin
Mon, Jun 23 2025 12:44 PM
صحیه

د نوموړې ادارې نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" پداسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو رئیسانو یې بدرګه کوله ، د کابل ولایت د پولیسو (۳۰۰) بستریز روغتون د رئیس محترم مولوي صدیق الله سره د لیدنې ترڅنګ ، د دې ادارې (۵۰) بستریز روغتون په اړه له مسوولینو سره یې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت، همغږۍ او همکاریو پر لا ښه والي خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې، چې د نوموړي ادارې د نظامي چارو مرستیال او روغتون مسوولینو او مسلکي کارکوونکو حضور درلود، د ۳۰۰ بستریز روغتون رئیس محترم مولوي صدیق الله د دې ادارې اړوند روغتون د خدماتو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د یاد روغتون طبي ټیم د زندانیانو د درملنې، رسیدنې او روغتیایي پاملرنې په برخه کې د پام وړ هڅې کړې دي.
همدا شان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د روغتیا رئیس محترم ډاکټر سید احمد "اسحاقزی "زیاته کړله، چې په راتلونکي کې د دواړو روغتونونو ترمنځ به همغږي لا پراخه شي، څو د امکاناتو، تجربو او تخصصونو د شریکولو له لارې د ناروغانو روغتیايي اړتیاوې لا پیاوړې شي، نوموړي زياته کړله چې د دې ادارې د صحيې مسوولين د عامې روغتیا وزارت اصولو ته ژمن پاتې کېږي او د زندانیانو او پرسونل لپاره به روغتیايي خدمتونه  لا معیاري کړي.

ذوالحجة الحرام ۲۶/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS