د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوند ریاستونو او سره صلیب نړیوالې کمېټې ترمنځ د غذايي زنځیر په اړه یو ورځينی سیمینار پای ته ورسېد

news_admin
Sat, Jun 28 2025 3:18 PM
اقتصادی

دغه سیمینار چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له خوا د مرکزي ریاستونو امرینو او مدیرانو لپاره جوړ شوی د غذايي ځنځیر ارزونې او د سوء تغذیې موندنې او درملنې د مدیریت په اړه ګډونوالو ته هر اړخیزه معلومات ورکړل شو.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د روغتیا رئیس محترم ډاکټر سید احمد "اسحاقزی " په داسې حال کې، چې د دې ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې رئیس محترم داریوش "مجددي"، د سره صلیب نړیوالې کمېټې همغږي کوونکی محترم ګریګ میولر او همکاران په ګډون د دې ادارې یو شمېر امرین او مسولینو هم شتون درلود، د یاد سیمینار د پرانیستنې پرمهال ګډونوالو ته په خبرو کې د سیمینار په ارزښت او اړتیا تر غږېدو ورسته دا هم وویل: چې اداره یې تل کوښښ کوي څو د کارکوونکو لپاره غوره او ارزښتمنې برنامې په لاره واچوي څو پر مټ یې په چارو کې مثبت خوځښت رامنځ ته شي.

د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون اداره د نارینه او ښځينه بندیانو او محجوزینو لپاره د پر وخت، مناسبو، ګټورو او د یوې معیاري مینو پربنسټ د خوړو برابرول او د دوی انساني حق ادا کول خپل مسولیت ګڼي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

 

 

محرم الحرام۲/۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS