ولایتي خبرونه(سمنګان، غزني) د سمنګان ولایت په زندان کې ( ۳۲) تنه محبوسین، محجوزین او توقیفیان د دیني او سواد زده کړو څخه فارغ شول

news_admin
Tue, Jul 01 2025 2:05 PM
ولایتی

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې چې سیمه ییزو مسوولینو او علماوو ګډون درلود، له یادو زده کړو څخه د نوموړو محبوسینو، محجوزینو او توقیفیانو  فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال د دوی د فراغت مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې زندانیانو لپاره د زده کړو ښه زمینه برابره شوې نو لازمه ده چې خپل وخت بې ځایه تېر نه کړي او د دغه طلايي وخت څخه ګټه پورته کړي.

همهاله، د یادې غونډې ویناوالو د قرآن عظم الشان په فضیلت او د بنديانو د اصلاح په اړه خبرې وکړې او د حفظ دورو او حرفوي زده کړو دوامدار تنظيم او ترتیب یې نيک ګام وباله او زياته يې کړله، چې زندان د مجرمینو د ژوند لپاره يو تربيتي پړاو دی نو بايد دوی د خپلې اصلاح لپاره کار وکړي.

د یادونې ده، چې د سمنګان ولایت په محبس کې ديني علومو او حرفوي برنامو له لارې (۳۲) تنه زندانیان فارغ شول، چې له دې جملې څخه (۱۷)تنه د ديني علومو ، او (۱۵) تنه نورو زندانیانو ته د سواد زده کړې په برخه کې زده کړې ورکړل شوې.

 

د یو بل خبر له مخې، د غزني ولایت د زندان ملکي پرسونل ته درې ورځینی سیمنار ترسره شو

دغه سیمنار چې د یاد ولایت زندان د مسوولینو په همغږی د اداري اصلاحاتو او ملکي خدموتونو امریت له لورې د زندان کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی وو، د درې ورځې په موده کې ګډونوالو ته په اداري چارو کې د لاښه والي په موخه هر اړخېز معلومات ورکړل شي.

همدا شان، د دې لایت د زندان مسوولینو دا ډول پروګرامونه د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې غوره وبله او ګډونوال یې وهڅول څو په خپلو اداري چارو کې ترې ګټه پورته کړي.

 

محرم الحرام ۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS