د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د چارو ادارې عمومي ریاست څخه راغلي پلاوي سره په خپل کاري ځای کې ولیدل

news_admin
Tue, Jul 01 2025 2:08 PM
پالیسی

د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق"، د ادارې مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "اخندزاده" او یو شمېر رئیسانو په ګډون د چارو د ادارې څخه راغلي پلاوي سره د لیدنې ترڅنګ د رئیسانو د ارزیابۍ پروسې په هکله ورسره خبرې اترې وکړې.

همداراز، محترم الحاج محمد کاظم طارق له چارو ادارې څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل: د چارو د ادارې له لورې د کارونو د لا ښه ترسراوي په موخه د رئیسانو ارزیابۍ پروسه مثبته یاده کړه او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په پاي کې، نوموړي پلاوي وویل: د یادې ارزیابۍ څخه موخه د ریاستونو د کړنو او لاسته راوړنو ډاډ ترلاسه کول، د چارو د لا ښه مخ پر وړلو لپاره د دوی د ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کول دي.

 

محرم الحرام ۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS