د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي بلخ ولایت ته سفر وکړ

news_admin
Sat, Jul 05 2025 3:18 PM
moyneen

د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله"مولانا"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، مالي او حسابي رئیس محترم حکمت " مشعل "، د کشف معاون، د شخصیتي دوسیو، مخابرې او اوپراسیون امرینو، او همدارنګه د بغلان زندان مسوولينو یې هم ملتیا کوله، د بلخ ولایت د  زندان نوې ودانۍ رغنیزو چارو لیدنې ترڅنګ، د شپې ناوخته د زندان څخه هم ارزونه وکړه.

دا راز، لومړی د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د بلخ د زندان نوې ودانۍ  کمپلیکس د رغنیزو چارو لیدنه وکړه.

د نظامي چارو مرستیال د بلخ ولایت د نوي زندان کمپلیکس له رغنیزو چارو څخه لیدنه کې د پروژې د کیفیت، پرمختګ او تطبیق څرنګوالي ارزونه یې وکړه.

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د رغنیزو چارو د مسوولینو سره د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ چې د نوې ودانۍ کارونه باید د تخنیکي معیارونو مطابق پرمخ ولاړ شي او ټولې چارې دې په ټاکل شوي وخت کې بشپړې شي.

همدا راز، د محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په مشرۍ پلاوي د یاد زندان له مسوولینو  سره هم ولیدل او نوموړو ته یې په خبرو کې د زندانیانو په لا ښې ساتنې او پالنې ټینګار وکړ.

د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي ، د دې ولایت د زندان له زندانیانو سره له نږدې ولیدل د هغوی غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه څو یې ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسېدنه وکړي.

په ورته وخت کې، پلاوي د نوموړي زندان د  پرسونل او زندانیانو د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، کانتین، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همداشان، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په مشرۍ پلاوي بلخ ولایت د زندان له امنیتي قراولونو، ټاورونو، او امنیتي پوستو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړه او د زندانیانو د امنیت د لا ټینګښت په موخه یې امنیتي مسوولینو ته یولړ سپارښتنې هم وکړې.

 

محرم الحرام ۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS