د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر نوي امر په دنده پیل وکړ

news_admin
Mon, Jul 07 2025 9:32 AM
پالیسی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم"طارق" په داسې حال کې چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د کارکوونکو رئیس محترم مولوي ضیاء الرحمن "سعید"، د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي عطا محمد"محمد"، د عفوې او تخفیف فرامینو پلې کولو امر محترم مولوي شهید الله"خالد"، او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، محترم شهزاده ګل"هډوي" د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر په توګه پرسونل ته معرفي کړ.

 داراز، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم طارق په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د مخکیني امر کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد امریت پرسونل څخه یې له اوسني امر سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړله.

په ورته وخت کې، محترم شهزاده ګل"هډوي"د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور کولو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسولیتونه به په پوره رېښتینولۍ سره پر مخ وړي.

 

محرم الحرام ۱۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS