د زندانونو چارو د سمون ادارې د کارکوونکو چارو رئیس د چارو ادارې عمومي ریاست څخه راغلي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل

news_admin
Mon, Jul 07 2025 3:24 PM
منابع بشری

د دې ادارې د کارکوونکو رئیس محترم مولوي ضیاء الرحمن "سعید"، په داسې حال کې چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد" او د یاد ریاست کارکونکو هم شتون درلود، چارو ادارې څخه راغلي پلاوي سره د لیدنې ترڅنګ د یادې ادارې د پرسونل د ظرفیت لوړونې په موخه د زده کړه ییزو پروګرمونو په اړه خبرې وکړې.

دا راز، محترم ضیاء الرحمن چارو ادارې څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه، د زندانونو چارو د سمون ادارې د ملکي او نظامي پرسونل د ظرفیت لوړونې په موخه بېلابیل سمینارونه او  ورکشاپونه یې ترسره کړي او دغه لړۍ دوام لري.

 

محرم الحرام ۱۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS