د پکتیا ولایت په زندان کې د زندانیان لپاره د انګلیسي ژبې زده کړې شپږ میاشتنی کورس پیل شو

news_admin
Mon, Jul 14 2025 11:25 AM
ولایتی

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د دې ولایت د زندان مسوولینو د علم پر ارزښت خبرې وکړې او د کورس له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې تر لاسه کړې زده کړې او تجربې له خپلو  همکارانو سره شریکې کړي. 

د نوموړي زندان مسوولین زیاتوي چې د انګلیسي ژبې زده کړې د زندان تکړه استادانو له لورې زندانیانو ته ورکول کیږي چې یاد کورس په بشپړیدو سره به زده کوونکي د انګلیسي ژبې د لیک لوست او خبرو کولو سره بشپړه بلدتیا ولري.

دا راز، د کورس ګډونوالو د زندان د رهبرۍ څخه په مننې سره وویل؛ یادې زده کړې د دوی د پوهې په لوړونې کې مهم رول لري او نوموړي به په پوره ژمنتیا سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

 

محرم الحرام ۱۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS