د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس د دې ادارې د مرکز کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه (۱۵) ورځینۍ سمینار په لړ کې د اداري مراسلاتو په اړه هر ا

news_admin
Tue, Jul 29 2025 12:07 PM
رییس دفتر

د دې ادارې د مقام د فتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" په داسې حال کې، چې د مرکز او ولایتونو یو شمېر رئیسانو، امرینو او د نظامي برخې مسوولینو هم شتون درلود، ګډونوالو ته د اداري مراسلاتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

داراز، محترم قاري ګلزاد د سمینار ګډونوالو ته د اداري مراسلاتو پر اصولو، رسمي لیکنو، د مکتوبونو ترتیب، راپور لیکنه، د اړیکو په څرنګوالي، اداري نظم، او پر وخت مراسلاتو ته د رسیدنې او په دې برخه کې د یوه منظم سیستم جوړولو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

د یادې ادارې د مقام د دفتر رئیس د سمینار ګډونوالو ته سپارښتنه وکړله، چې د اداري مراسلاتو په پلي کولو کې معیاري زده کړې وکړي او د عملي کولو لپاره یې خپلې هڅې لا زیاتې او د ترلاسه کړو زده کړو او تجربو څخه په خپل کاري چاپیریال کې ګټه پورته او خپلې تجربې له یو بل سره په ورځنيو چارو کې شریکي کړي.

باید یادونه وکړو، چې دغه سمینار به پنځلس ورځې دوام وکړي او د نوموړې ادارې اړوند مرکزي ریاستونه به په خپل وار سره خپلې کړنې او تجربې له ګډونوالو سره شریکې او په دې برخه کې به هر اړخیز معلومات وړاندي کړي.

 

صفر المظفر ۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS