د کابل څرخي پله مرکزي محبس د سلب د ازادۍ پر ځایونو څارنې لپاره نوی امر وټاکل شو

news_admin
Wed, Jul 30 2025 4:25 PM
baktash

د کارکوونکو رئیس محترم مولوي ضیاءالرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د نوموړي محبس رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار" او یو شمېر نور مسوولین ورسره وو، محترم خلیل الله "بکتاش" د څرخي پله مرکزي محبس د سلب د ازادۍ پر ځایونو د څارنې امر په توګه پرسونل ته معرفي کړ.

محترم مولوي سعید په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل؛ چې په اداره کې ادلون او بدلون د ښې حکومتوالۍ یو اصل دی او زیاته یې کړه« زه هیله مند یم چې محترم "بکتاش" به خپل لاس لاندې کارکوونکو سره د ښه چلند ترڅنګ د چارو پر مخ وړلو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي».

داراز، د کارکوونکو رئیس د مخکیني امر کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد امریت د پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، د نوموړي امریت نوي امر محترم خلیل الله "بکتاش" د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسولیتونه به په پوره رېښتینولۍ پر مخ وړي.

 

صفر المظفر ۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS