ولایتي خبرونه (غزني، جوزجان) د غزني ولایت د زندان له لورې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د جوړېدو چارې روانې دي

news_admin
Sun, Aug 03 2025 3:02 PM
ولایتی

د دې ولایت د زندان مسوولینو په وینا؛ د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او مالي مرستې سره د یاد مرکز ودانیزې چارې پیل شوي، چې موخه یې د محجوزو ماشومانو لپاره یو ښه، مصئون او خوندي چاپېریال برابرول دي.

داراز، یاد مرکز چې د محبس اړوند د هغوی استوګنې او ساتنې اړتیاوو پوره کولو لپاره جوړیږي، پکې دوه خونې او ور سره د همدې خونو د مخې دیوال، حمام، تشناب او کانکریټ اچولو ترڅنګ د اودسونو ځای جوړول شامل دي.

 د یو بل خبر له مخې، د جوزجان ولایت د زندان د زندانیانو د روغتیا ساتنې او هغوی ته د خوندي چاپیریال برابرولو په موخه د نوموړي زندان د خونو پاکاري ترسره شوه.  

 

صفر المظفر ۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS