د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د زابل ولایت له زندان لیدنه وکړه

news_admin
Wed, Aug 06 2025 2:52 PM
کشف

د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د زابل ولایت له زندان لیدنه وکړهد دې ادارې د کشف او اوپراتيفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور  "طیب" او مل پلاوي د یاد ولایت د زندان څخه د لیدنې پرمهال یې له اړوندو مسوولینو سره خبرې وکړې او هغوی هم ورته له خپله اړخه د زندانیانو لپاره د برابرو شویو امکاناتو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې د پلاوي مشر یې تر اورېدو وروسته د خوښۍ په څرګندولو د هغو د لاښه والي لپاره لازمې لارښوونې وکړې.

همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس او مل پلاوي یې د یاد زندان له زندانیانو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی روا غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د زندان مسوولین متوجه کړل.

داراز، پلاوي د زابل ولایت د زندان زندانیانو لپاره د روغتیايي چارو، پلورنځي، امنیتي پوستو، ټاورونو او قراولونو وضعیت وارزوه او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې

 

صفر المظفر ۱۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS