د سرپل ولایت د زندان له محبوسینو، محجوزینو او توقیفیانو څخه د (الحق المبین) تر نامه لاندې کتاب ازموینه واخیستل شوه

news_admin
Thu, Aug 07 2025 11:59 AM
ولایتی

د دې ولایت د زندان مسوولینو په وینا، د  نوموړي زندان محبوسینو، محجوزینو او توقیفیانو ته څه موده وړاندې د الحق المبین کتاب ورکړ شوی و، چې د اړوندو مسوولینو له لورې  په شفافه توګه ترې ازموینه واخیستل شوه.

د یاد ولایت د زندان مسوولین زیاتوي: د یادې ازموینه څخه یې موخه د ګډونوالو د پوهې لوړول، ذهني ودې او د مطالعې دودول دي.

د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، چې د زندانیانو د ښې روزنې او پالنې لپاره په زندانونو کې مسوولین لازیات متوجې کړي، څو دوی وکولای شي پر مټ یې په راتلونکې کې خپلې کورنۍ او ټولنې ته د ښه خدمت وړ وګرځي.

 

صفر المظفر ۱۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS