د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکز کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه (۱۵) ورځینۍ سمینار دوام لري.

news_admin
Sun, Aug 10 2025 10:48 AM
سیمینار

دغه سمینار، چې د نوموړې ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه د مرکز او ۳۳ ولایتونو د زندانونو رئیسانو، امرینو، او نظامي مدیرانو د مهارتونو او پوهاوي لوړولو په موخه دوام لري، تېره ورځ  د ازموینې  ملي ادارې عمومي  رئیس محترم شیخ عبد الباقي "حقاني"  په نوموړي سمینار کې ګډون وکړ.
محترم شیخ حقاني د سمینار ګډونوالو ته د علم د ارزښت ترڅنګ وویل؛ هر انسان ته الله (جل جلاله) په ټولنیز ژوند او په چارو کې د صلاحیت ترڅنګ مسوولیت هم ورکړی، څو خپلې چارې په ریښتینوالۍ او ښه توګه ترسره کړي. 
محترم حقاني سمینار ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړله، چې د امرینو اطاعت، په چارو کې مشوره او اړوند مسوولیتونه  د اسلامي اصولو سره سم او د هېواد نافذه قوانینو په رڼا کې ترسره کړئ.
دغه سمینار، چې څه موده مخکې پیل شوی او ۱۵ ورځې به د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې لپاره به مهارتونه او پوهاي په اړه هراړخیز معلومات ورکړل شي.

صفر المظفر ۱۶/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS