د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې څخه لیدنه وکړله

news_admin
Wed, Aug 13 2025 1:37 PM
قصبه

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ یوه پلاوي د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له امر محترم مولوي عبداللطیف "سجاد" سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال د نوموړې توقیفخونې له توقیفیانو سره هم له نږدې ولیدل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې واورېدې او د حل په موخه یې اړوند مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

داراز، پلاوي د دې توقیفخونې د توقیفیانو لپاره د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د شته نیمګړتیاوو د بشپړولو او د لاښو چوپړتیاوو برابرولو په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په پای کې، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په مشرۍ  پلاوي د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې له امنیتي ټاورونو، قراولونو او امنیتي پوستو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله او د نوموړې توقیفخونې د لا خوندي چاپېریال د رامنځته کولو په په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

صفر المظفر ۱۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست    

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS