د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس دایکندي ولایت د زندان له زندانیانو سره په لیدنه کې: زندان د محکومینو د اصلاح او روزنې ځای دی

news_admin
Mon, Aug 25 2025 9:23 AM
ارزگان

د زندانونو چاو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف"مستري" او مل پلاوي، په داسې حال کې چې د دې ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس نظامي مسوول محترم مولوي حبیب الرحمن "رحماني" او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، دایکندي ولایت ته سفر وکړ، د هغه ولایت د زندان وضعیت یې و ارزاوه او له مسوولینو سره یې هم پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، محترم الحاج محمد یوسف مستري د نوموړي ولایت د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې وویل، « موږ ډېر کوښښ کړی چې اصلاحي او روزنیز پروګرامونه عملي کړو، نو هیله لرم چې له یوې خوا دا پروګرامونه په زندان کې ستاسو د اصلاح او بیا روزنې لامل شي او له بلې خوا تاسو هم ترې له بدو او ناروا کړنو څخه د ډډه کولو لپاره ګټه واخلئ او هم له بنده وروسته د یو سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ ».

په ورته وخت کې، د دایکندي ولایت د زندان زندانیانو د محترم الحاج مولوي محمدیوسف مستري په مشرۍ د پلاوي په ورتګ خوښي وښوده او له دوی سره د زندان د مسوولینو چلند یې ښه یاد کړ، خو د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو موضوع یې یوه له مهمو او روا غوښتنو وګڼله چې د پلاوي له خوا ورته ډاډ ورکړل شو چې دا غوښتنه به یې عدلي او قضايي اورګانونو سره شریکه کړي، څو ورته پروخت رسېدنه وشي.

په ورته مهال، د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د ډوډۍ پخولو، خوړو پخولو، اباتې، د برېښنايي خدمتونو ، تعمیراتي او روغتیايي چارې له نږدې وارزولې او د هغو لا ښه والي او شتو ستونزو د هواري په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

په پای کې، د محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري په مشرۍ پلاوي د دغه زندان د امنیتي ټاورونو، قراولونو، امنیتي پوستو او نورو برخو څخه لیدنه وکړله او د امنیتي تدابیرو لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

ربیع الاول ۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS